د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړی او توپاچوونکی، راشد خان آرمان د کرکټ په برخه کې د خپلو لاستهراوړنو په لړ کې د کرکټ په تاریخ کې د ځوان کپټان ریکارډ خپل کړ.
راشد خان اوسمهال د نړۍ په کچه د کرکټ تر ټولو ځوان لوبډل مشر بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډل مشر، اصغر ستانکزی د ناروغۍ له کبله په روغتون کې جراحي عملیات شو او نه توانید چې د نړیوالو لوبو ته د لارموندنې لوبو کې کډون وکړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اوسمهال د نړیوالو لوبو کې د ګډون په موخه چمتووالی نیسي او ټاکل شوې ده چې د اوونۍ په وروستیو کې دا لوبې پیل شي، او د کرکټ لوبډله اوس مهال په زمبابوې کې ده. ټاکل شوې چې نن سې شنبې د کب۸مه) افغانستان د ویسټ انډيز پر وړاندې لوبه وکړي.
راشد خان مخکې له دې توانيدلی وه چې له زمبابوې سره په یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ غوره توپ وهونکي عنوان ترلاسه کړي.
مخکې له دې دا ریکارډ د پاکستاني لوبغاړي، ثقلین مشتاق سره وه.
راشد خان په وروستیو لوبو کې د زمبابوې پر وړاندې وتوانید چې تر ټولو ډېرې ویکټې واخلي.
ده په دې لوبو کې ۱۲۷ منډې جوړې کړې او ۱۶ ویکټې یې د هېواد په ګټه له لوبو ویستې، ده په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د دوهمه درجه هېوادونو د غوره لوبغاړي نوم ګټلی وه.
د کرېکټ نړیوالې شورا سې شنبې «د کب په ۱ نېټه» په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې راشد خان د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځوان لوبغاړی دی چې د نړیوالې شورا غوره توپ اچوونکي لومړی مقام خپلوي.
نوموړي په تېرو ۳۷ سیالیو کې د ۸۶ ویکټو په ترلاسه کولو د ۷۸۷ منډو په لرلو سره د یو ورځنیو سیالیو لومړی مقام خپل کړ او د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځوان لوبغاړی شو چې لومړی مقام ترلاسه کوي.