Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

راشد خان ارمان د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه وګومارل شو

د هېواد کرېکټ بورډ نن جمعه (د چنګاښ په ۲۱ مه) راشد ارمان د هېواد ملي لوبدلې تر ټولو غوره توپ اچوونکی د دغې لوبډلې د لوبډلمشر په توګه وګومارل شو.

راشد خان ارمان له دې مخکې د هېواد د کرېکټ د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر و او له دې وروسته، ټاکل شوې چې د په پنځوس اووره او ټسټ لوبو کې هم لوبډلمشري وکړي.

له دې مخکې په یو ورځنیو لوبو کې ګلبدین نایب او په تسټ لوبو کې رحمت شاه زرمتی د لوبډلمشران وو.

د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي نن په یوې خبري ناسته کې، هیله‎څرګنده کړه چې د راشدخان له مدیریت سره به د کرېکټ لوبډله وتوانېږي په راتلوونکو سیالیو کې ښه وځلېږي.

ګلبدین نایت د هېواد د کرېکټ له لوبډلمشرۍ له هغې وروسته لیرې کړ شو، چې دغې لوبډلې د ۲۰۱۹ د انګلستان او وېلز ټولې نهه واړه سیالۍ له ماتې سره مخ شوې.

شریک یي کړئ