د هېواد د کرېکټ نامتو او وتلی لوبغاړی راشدخان ارمان د کرېکټ د نړیوالۍ شورا له خوا د ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو د درجه بندۍ په نوملړ کې د غوره توپ اچوونکي لقب خپل کړ.
هغه له دې وړاندې د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د سریز په لړ کې، وتوانېد چې د یو ورځنیو لوبو په نړیوالو سیالیو کې هم د نړۍ د غوره توپ اچوونکي مقام خپل کړي.
له دې وړانډې دغه ریکارټ پاکستاني لوبغاړي ثقلین مشتاق په خپله کار نامه کې درلود.
راشد خان د زېمبابوې په وړاندې سیالیو کې وتوانېد چې د هېواد د لوبډلې په ګټه ډېرې ویکټې ترلاسه کړي.
هغه په دغو لوبو کې د ۱۲۷ منډو په ورکولو سره ۱۶ ویکټې ترلاسه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کرېکټ لوبغاړي راشد خان، په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې، توانېدلی وه د دویمې درجې د غوره لوبغاړي مقام خپل کړي.