د افغانستان د کرېکټ نامتو او مشهوره لوبغاړی، د دویم ځل لپاره د اسټرالیا د کرېکټ غوره لیګ (بېګ باش) کې د خپلې لوبډلې ارزښت لرونکی لوبغاړی غوره کړل شو.
راشد خان د اسټرالیا غوره لیګ کې د خپلې لوبډلې اډلایډ اسټرایکرز لپاره ۱۹ ویکټې اخیستې وې.
دا سیالۍ د تېر کال په وروستیو کې ترسره شوې وې. هغه همدارنګه توانېدلی و چې په دغه لیګ کې ۹۳ منډې هم جوړې کړي.
د دغه لقب د ترلاسه کولو لپاره درې لوبغاړي ټاکل شوي وو.
راشدخان په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:«ډېر خوشحاله یم چې د دویم ځل لپاره د اسټرالیا لیګ کې د دویم کال لپاره د اډلایډ سټرایکرز غوره لوبغاړی انتخاب شوم، په نړۍ او اسټرالیا کې د خپلو ټولو پلویانو څخه نړۍ مننه کوم.»
د اسټرالیا د کرېکټ د غوره لیګ اتم پړاو سیالیو کې، راشد خان، محمد نبي عیسي خېل او مجیب ځدران د بېلابېلو لوبډلو لخوا په امتیاز پېرل شوي وو.