Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رونالدو: د رئال مادرید پرېښېدو څخه ناخوښ نه یم

د فټبال پرتګالي ستوری، کریستیانو رونالدو چې تېره اوونۍ د له ۱۰۵ میلیونو یورو به بدل کې د ایټالیا یوونتوس سره یوځای شو، تېره ورځ یې خپل روغتیايي ازموینې په بیاليتوب ترسره کړې او د خپلو مېنه‎والو لخوا یې هرکلی وشو.

نوموړی له روغتیایي ازموینو وروسته تورین کې خبري ناسه کې حاضر شو او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

ده یوونټوس کې د خپل شتون په اړه وویل:«زه ډېر ښه احساس لرم او فکر کوم چې یو نوی چلنج زما پر وړاندې دی. زه او یوونتوس باید چې چمتو ووسو. هغه ډول چې مې وویل، عمر ډېر ارزښت نلري ځکه چې زه ډېر خوښ یم او غواړم چې یوونټوس کې ښه پیل ولرم.»

رونالدو د رئال مادرید په اړه وویل:«رئال مادرید کې روښانه کیسه وه، هلته په هره لاره کې له ماسره مرسته وشوه، خو اوس زما ژوند کې نوی پړاو پیل شوی دی او ډېره  انګیزه لرم.»

د اروپا لیګ اتلولیو په اړه دی وايي:«پوهېږم چې د اروپا اتلولیو لیګ ګټل د هر چا غوښتنه ده، لکه څنګه چې مې مخکې وویل او ره رئیس سره مې هم شریک کړل، منم چې ګټل یې هم آسانه نه دی. خو هیله لرم چې یوونټوس سره مرسته وکړو.»

رونالدو کابو ۹ کاله مخکې له رئال مادرید سره یوځای شو او په دې موده کې یې ۴۵۴ ګولونه دې لوبډلې ته ووهل او همداراز یې ۱۶ عنوانونه ترلاسه کړل.

د یوونټوس پرتګالي فټبال ستوری تېره شپه خبرې ناسته کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل ویي ویل چي یوونټوس ته به لاسته راوړنې ولري

شریک یي کړئ