Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زمبابوې افغانستان سره یوه ورځنۍ دوهمې لوبه کې بریا خپله کړه

له زمبابوې سره د افغانستان کرکټ لوبو لړۍ کې په ترڅ کې تېره ورځ دوهمه یوه ورځنۍ پنځوس اوریزه لوبه ترسره شوه چې دا لوبه زمبابوې وګټله.

لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه.

د لوبې پچه زمبابوې لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه،او په دې لوبه کې بي ار ایم ټایلر، ۱۲۵، سکندر رضا ۹۲، مسکدزا ۴۵ او ایم این والر، ۲۲ منډې د افغان لوبډلې په وړاندې جوړې کړې. 

افغان لوبغاړو خپله توپ اچونه کې راشد خان ۲ ویکټې او همداسې مجیب ځدراڼ ، ګلبدین نایب، یوه یوه ویکټه د خپلې لوبډلې په ګټه واخیستې.

له دې سره افغان لوبغاړو خپله توپ وهنه پیل کړه چې محمد شهزاد ۱۵، محمد نبي ۳۱، رحمت شاه ۴۳ منډې او دولت ځدراڼ ۴۷ منډې جوړې کړې او لوبه یې زمبابوې لوبډلې ته وبایلله. 

د زمبابوې تکړه لوبغاړی بي ار ایم ټایلر چې دغه لوبه کې یې ۱۲۵ منډې د خپلې لوبډلې په ګټه جوړې کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان او زمبابوې راتلونکې یو ورځنۍ لوبه به د سې شنبې په ورځ د کابل پر وخت د ماسپښین ۳ پیل شي.  

وروسته له دې چې افغانستان له زمبابوې دوه شل اوریزې او یوه پنځوس اوریزه لوبه وګټله، په دوهمه پنځوس اوریزه کې زمبابوې بریا خپله کړه

شریک یي کړئ