Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ستانکزی د هېواد د کرېکټ په وده کې د هند ونډه ډاګیزه بولي

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرايي رییس شفیق الله ستانکزي له یوې هندي ورځپاڼې ټایمز اف انډیا سره ویلي چې په روان کال کې د کرېکټ په برخه کې له افغانستان سره د هند همکارۍ د دې لامل شوي چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د پرمختګ په لور سوق کړي.

دغې ورځپاڼې د ښاغلي ستانکزي له خولې لیکي:«د هند د کرېکټ بنسټ توانېدلی چې د افغانستان د کرېکټ په وده کې ډاګیزه ونډه ولري.»

ستانکزي ویلي چې د افغانستان د کرېکټ لوبغاړو همدارنګه په پاکستان کې هم ډېر تمرینونه کړي او حتا د هغوی ځینو د پناه غوښتونکو په پنډغالو کې هم د کرېکټ لوبه کوله.

هغه زیاتوي:«د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله وتوانېده چې په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې د پاکستان په وړاندې بریا ته ورسېږي. له هغې وروسته دغې لوبډلې یو ډېر اوږد مزل کچ کړی او د کرېکټ د ټیسټ مقام له ترلاسه کولو مخکې، د کرېکټ د نړیوالې شورا د لوبو په چوکاټ کې وتوانېد سترې لوبې تجربه کړي.»

ستانکزی همدارنګه وايي کله چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله وتوانېده چې د هند د نوایدا له لوبغالي ګټه پورته کړي، له دې وروسته دغې لوبډلې د پام وړ پرمختګونو ولرل.

ستانکزي زپه دې اړه په ډاګه کړه:«د هند د کرېکټ د مدیریت بنسټ ونډه په دې برخه کې پراخه او مهمه وه. له دې وروسته کله چې لوبډله هند ته راغله، واقعاً ستر پرمختګونه وو. په هند کې شرایط په بشپړه توګه د لوبډلې په ګټه وو. هغه ملاتړونه چې موږ له دغه بنسټ څخه لرل ډېر حیاتي ثابت شول.»

شریک یي کړئ