Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سن‎رایزریز حیدراباد څلور غوره پړاو ته لاره پیدا کړه

د هېواد د کرېکټ د ملي لوبغاړو راشدخان او محمد نبي عسي خېل ملګرو لوبډله سن‎رایزریز حیدراباد د هند د کرېکټ غوره‎لیګ سیالیو کې د ممبي انډین په وړاندې د کلکتې نایټ رایډرز له ماتې وروسته د دغو سیالیو څلور غوره پړاو ته لاره پیدا کړه.

د یکشنبې پر شپه کلکتې نایټ رایډرز او ممبي انډینز ترمنځ لوبه کې لومړی لوبه د توپ وهنې په برخه کې کلکتې پیل او وتوانېده چې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د ۷ لوبغاړو له سوځېدو سره سیالۍ لوبډلې ته ۱۳۳ منډې هدف وټاکي چې د توپوهنې په برخه کې د کلکتې لپاره کریس لاین ښه وځلېد او ۴۱ منډې یې جوړې کړې.

بلخوا بیا ممبی انډین د توپ اچونې په برخه کې، ملینګا ښه وځلېد او وتوانېد چې ۳ لوبغاړي له ډګره بهر کړي.

ممبی انډین لوبډلې د توپوهنې په برخه کې ښه وځلېده او د لوبې په ۱۷ اور او د یوه لوبغاړي له سوځېدو سره ورکړل شوی هدف پوره کړ او د دغې لوبډلې لپاره د توپوهنې په برخه کې روهیت شرما ښه وځلېد او ۵۵ منډې یې جوړې کړې.

په دې بنسټ، د چینایی سوپر کېنګز، ډیلي کپيټلز، ممبي انډین او سن‎رایزرز حیدراباد وتوانېدل چې د دغو سیالیو څلور غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړي، د دغه پړاو سیالیو کې به چینایی د ممبی انډین او ډيلي به هم د سن‎رایزرز حیدراباد په وړاندې بخت وازمايي.

د چینایی سوپر کېنګز، ډیلي کپيټلز، ممبي انډین او سن‎رایزریز حیدراباد وتوانېدل چې د هند غوره لیک سیالیو څلور غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړي.

شریک یي کړئ