Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شاهین د اباسین په وړاندې له بریا وروسته دویم پړاو ته لار پیدا کړه

شاهین اسمايي د افغانستان فوټبال غوره لیګ د اووم پړاو سیالیو په چوکاټ او خپلې دویمه لوبه کې – نن ماښام (د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۱۹ مه) د اباسین څپې لوبډلې ته یو د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.

اسمايي له دغې بریا سره، شپږ امتیازونه ترلاسه کړل او د دغو سیالیو دویم پړاو یا څلور غوره لوبډلو  ته لار پیدا کړه.

د دغې سیالۍ یوازینی ګول مصطفي افشار د لوبې په ۴۵ دقیقه کې د شاهین لپاره ترسره کړ.

د لوبې په دویمه نمايي کې، د اباسین څپې لوبغاړو د لوبې په ۶۳ دقیقه کې یو ښه موقعیت ترلاسه کړه خو ونه توانېدل چې په ګول یې بدل کړي او بالاخره لوبه (۱-۰) په وړاندې د شاهین اسمايي په ګټه پای ته ورسېده.

د لوبې په پای کې د شاهین اسمايي لوبډلې دروازه ساتونکي د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې شاهین لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د موج‎های امو ته دوه د صفر په وړاندې ماته ورکړې وه.

ټاکل شوې ده چې سبا (جمعه د تلې په ۲۰ مه) د میوند اتلانو او توپان هریرود لوبډلې د یو بل په وړاندې بخت وازمايي.

شریک یي کړئ