د غزني ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د ښځو لپاره د لومړني لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه او کار یې پیل شو.
دا چارواکي زیاتوي چې د دې لوبغالي لګښت به کابو اتلس میلیونه افغانۍ وي.
د غزني والي، وحیداله کلیمزی څرګندوي چې د یادې پروژې لګښت د ښځو چارو وزارت لخوا ورکول کېږي.
د غزني ولایت د ښځو چارو رئیسه، شکریه ولي وايي چې دا لوبغالی به د علي لالا په سیمه کې د ښځو لپاره سپورټي او د والیبال ډګر ټولې آسانتیاوو سره جوړیږي.
د والیبال لوبغاړې، تهمینې پژواک خبرې آژانس ته ویلي دي چې مخکې یې په میاشت کې یو او یا دوه وارې د نارینه وو لوبغالي کې تمرین کاوه، هغه د ښځو لپاره د لوبغالي له جوړولو خوښي څرګنده کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د روان زیږدیز کال په مارچ میاشت کې کابو شپېتو نجونو د والیبال په برخه کې د ښاروالۍ، سره میاشت او اتحاد غوره لوبډلو په توګه سره لوبې وکړې.
دا لوبې د مارچ اتمې په ویاړ ترسره شوې وې.