Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له بنګله‎دېش او هند سره دلوبو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو

د کرېکټ د ملي لوبډلې د غوراوي کمېټې له بنګله‎دېش سره د دریو شل اوریزو لوبو او دغه راز د هند د کرېکټ د ملي لوبډلې پر وړاندې د ټسټ  لوبې لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د دوه ځوان او تاندو لوبغاړو درویش رسولي او وفادار مومند نومونه هم په دغه نوملړ کې تر سترګو کېږي.

د غوراکمېټې مشر نوروز منگل په دې اړه وویل:« اصغر ستانکزی ، شهزادمحمدي ، نجیب ترکی، عثمان غني، نجیب ځدراڼ، سمیع الله شینواری، شفیق الله شفق، درویش رسولي، نبي عیسی خېل، ګلبدین نایب، کریم جنت، راشدخان، شرف الدین اشرف، مجیب ځدراڼ، شاپورځدراڼ، افتاب عالم.»

ښاغلي منګل همدارنګه د هند په وړاندې په ټسټ لوبه کې د لوبېدونکو لوبغاړو نوملړ هم اعلان کړ.

هغه زیاته کړه:« اصغر ستانکزی، شهزاد محمدي، جاوید احمدی، احسان جنت، رحمت شا زرمتی، ناصرجمال، هشمت الله شاهدي، افسرځاځی، نبی عیسی خېل، راشد خان، ظاهرخان، همزه هوتک، سید شیرزداد، محمد یمین احمدزی، وفادار، مجیب ځدراڼ»

په اعلان شوي نوملړ کې هغو ځوانانو ته چې د نولس کلونو په ملي لوبډله او د احمد شاه ابدالي  جام په څلور ورځنیو سیالیو کې ښه ځلېدلي وو ځای ورکړل شوی دی.

د غوراوي کمېټې غړی حاجي ولي امین څرګنده کړه:«موږ لوبډله غوره کړه، باور لرو چې د افغانستان لپاره یوه ښه پایله ترلاسه کړي او موږ په دغه نوملړ کې همدارنګه ځوانو او راتلونکي لرونکو ته موږ ځای ورکړی ترڅو وکړای شي له هغې انرژۍ څخه چې هغوی یې لري ښه ننداره وړاندې کړي او افغانستان مطلبه پایله ترلاسه کړي.»

ټاکل شوې، د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د راتلونکې جون میاشتې پر درېیمه؛ پنځمه او اومه د بنګله دېش پر وړاندې د هند د دهرادون ښار په راجیو ګادي لوبغالي کې درې شل اوریزې لوبې وکړي.

 د دغو لوبو له پایته رسېدو وروسته به ملي لوبډله د راتلونکې زیږدیزې میاشتې پر څوارلسمه د بنګلور ایالت پر میدان د هند د لوبډلې پر وړاندې خپله لومړنۍ او تاریخي ټست لوبه ترسره کړي.

شریک یي کړئ