Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له کریکټ سره مینې نایب له وښو د کپ جوړولو ته اړ کړ

دکرکټ یوه مینوال د ۲۰۱۹ کال کالو ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو کپ له وښو جوړ کړی.

د کریکټ دا مینه‎وال، شرف نایب نومیږي، نوموړی وایي له دې وړاندې یې هم د کاغذ او واوري نړیوال جامونه جوو کړي وو.

د جام جوړوونکی، شرف نایب وايي:«ما داسې فکر نه کولو چې دومره به مشهور شم، اوس چې مشهور شوی یم، غواړم چې هیله مې ترسره شي او ما آی سي سي ته وروغواړي.‎»

دروېشت کلن شریف نایب وايي چې دا جام یې په دریو ورځو کې جوړ کړی دی.

د جام جوړوونکی، شرف نایب زیاتوي:«هغه شوق او منیه چې له کریکټ سره یې لرم، یوازې دا نه ده چې نړیوال جام کریکټ ته ولاړ شم، هیله لرم چې کریکټ بورډ کې کار و کړل، ان که د چمن په جوړولو کې هم کار وي.‎»

دی زیاتوي:«نایب ډېره مینه لري چې د هېواد کریکټ لوبډلې سره نړیوالو لوبو ته ولاړ شي او خپله لوبډله وهڅوي.»

د شرف نایب ملګري د کرکټ له نړیوالې شورا غواړي چې دا جام نندارې ته وړاندې کړي.

د نایب ملګری، رحیم الله احمدزی وايي:«که وګورو شرف نایف له کریکټ سره ډېره مینه لري او د دې کپ جوړول د هغه مینه ښیې.»

د نایب بل ملګری، محمدجان دراني وايي:«ډېر خوښ یم چې نایب زحمت ویستلی  او دې مقام ته رسېدلی دی او دا چې نړیوالو لوبو ته ولاړ شي.»

دغه ځوان وایي له هغې ورسته چې خبر شو نړیوال جام افغانستان ته نه راوړل کیږي، نو یې پریکړه وکړه دغه جام جوړ کړي.

د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د کریکټ نړیوالو لوبو کپ د۱۳۹۷ کال د جدي میاشتې په ۵ نېټه کابل ته راوړل شو چې د خلکو له تود هرکلي سره مخامخ شو. وروسته له هغې یاد جام بامیانو، هرات او کندهار ته ولیږدول شو او د خلکو نندارې ته وړاندې شو.

د شرف نایب ملګري د کرکټ له نړیوالې شورا غواړي چې دا جام نندارې ته وړاندې کړي

شریک یي کړئ