د ریال مادرید کلپ لوبغاړي، لوکا مودریج د کرېستیانو رونالډو او محمد صلاح په شا ته پرېښودو سره وتوانېد چې د لومړي ځل لپاره د نړی د غوره لوبغاړي عنوان ترلاسه کړي.
نوموړي لندن کې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې وویل:«دا جایزه څرګندوي چې موږ ټول کولی شو له سخت کار، ژمنتیا او باور سره غوره واوسو. ټول خوبونه رېښتیا کېدای شي.»
د ښځینه غورې لوبغاړې لقب برازیلۍ ماراتا ته ورکړل شو.
همداراز د ۲۰۱۸ کال د فوټبال اتلې، فرانسې لوبډلې روزونکي، دیدیه دشام ته هم د غوره روزونکي جایزه ورکړل شوه، دا جایزه د یادې لوبډلې پخواني روزونکي، ارسن ونګر ور وسپارله.
نوموړي د جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل:«د خپلو لوبغاړو پرته مې نهشوی کولی چې دا جایزه ترلاسه کړم، له تخنیکي پلاوي څخه مننه کوم او باور لرم چې زیدان او دالیچ هم ښې کړنې درلودې.»
د لیون روزنکې، راینالدو پدروس هم د مېرمنو په برخه کې د غوره روزنکې جایزه خپله کړه.
په دې مراسمو کې د غوره دروازه ساتونکي جایزه هم تیبو کورټوا ته ورکړل شوه، نوموړی مخکې فصل کې له چلسي سره لوبه کوله او اوس ریال سره لوبه کوي.
همداراز د انګلستان غوره لیګ کې اورټون لوبډلې ته په لوبه کې د محمد صلاح مصري ګول د ۲۰۱۸ کال د غوره ګول په توګه جایزه ترلاسه کړه.
صلاح د جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل:«ډېرې خبرې نهلرم، دا چې زما ګول ښایسته ټاکل شوی، خوشاله یم، چا چې ماته رایه راکړې ده، ترې مننه کوم.»
د مراسمو په پای کې د ۲۰۱۸ کال د فیفا انتخابي لوبډله هم اعلان شوه.
لیونل مسي او کریستیانو رونالدو د فیفا انتخابي لوبډله کې د ۱۲ ځله ګډون په پار د ټي (T)ریکارډ خپل کړی دی.