Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مجیب ځدران د انګلستان همپشیر لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

د افغانستان د کرېکټ تګړه توپ اچوونکي مجیب ځدران د انګلیستان غوره لیګ له همپشیر لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ.

ځدران چې دم‎ګړۍ د هند په غوره‎لیګ کې لوبېږي، وايي چې له دغو لوبو وروسته د همپشیر لوبډلې لپاره به توپ اچونه وکړي.

د همپشیر لوبډلې د مجیب ځدران سربېره د نوي زیلاند لوبغاړی کولین مونرو، پېرودل هم اعلان کړي دي.

د مجیب ځدران د پېرودلو خبر د همپشیر لوبډلې له خوا د پنجشنبې په ورځ په خپل ټوېټر پاڼه کې اعلان کړ.

په دغه ټویټ کې راغلي دي:«د همپشیر لوبډله خوشحاله ده چې د افغان توپ اچوونکي مجیب ځدران او د نوي زیلاند د کرېکټ لوبغاړی کولین مونرو د سږکال د لیګ لپاره اعلان وو.»

ځدران تراوسه په دې بریالی شوی چې د توپ اچونې په برخه کې ښه وځلېږي او له ځانه فوق العاده وړتیا وښيي.

هغه د دغې نوې موکې او فرصت په اړه هندي رسنیو ته داسي ویلي دي:«دا زما لپاره یو ستر ویاړ دی چې د انګلستان په غوره لیګ کې ولوبېږم او زه له بې صبرۍ سره دغه فرصت ته په تمه یم.»

هغه زیاته کړه:«هیله لرم چې د همپشیر له لوبډلې سره په خپلې لوبه کې بریالی وم.»

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کرېکټ دوه نور ملي لوبغاړي نبي عسی خېل او راشدخان ارمان هم په دغو سیالیو کې په امتیاز اخیستل شوي دي.

شریک یي کړئ