Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

معلول لوبغاړي:معلولیت نه شي کولای موږ له پرمختګه منعه کړي

کابل کې د سره صلیب کمېټې د فوټسال د تنکیو ځوانانو ډېری غړي په هېواد کې د یوې نیمې لسیزې جګړې قربانیان دي.

جګړې یې باارزښته داراي له منځه وړې، خو تر دې دمه د سپورټ په ډګر کې د سلامتۍ په هیله پل ږدي.

له شلو کالو ټیټ عمر شل تنکي معلول ځوانان چې ډېری د جګړو قربانیان دي له لمر خاته مخکې کابل کې د سره صلیب د ارتوپیدي مرکز تر چتر لاندې د فوټسال سیالیو ته تیاری نیسي.

یوې چرې د محرم علي لاس له منځه وړی خو هغه تر دې دمه د جګړو قربانیانو ماشومانو لپاره د فوټسال روزنه ورکوي او دوی له جګړې پرته ژوندانه ته هڅوي.

د دغو ماشومانو لاس او پښو زیان لیدلی خو جګړه په دې نه ده توانېدلې چې هغوی پر پیاوړتیا بې باوره کړي. فواد حیدري چې څوارلس کاله لري له اوو کالو راهیسې ټرافیکي پېښو یې د پښتو عادي حالت له منځه وړی. خو تر دې دمه د فوټسال په لوبه کې د خپلو سیالانو غوره لوبغاړی برېښي.

سلیمان حسیني له یوه کال راهیسې د سخت معلولیت له امله له نورو لوبغاړو سره د فوټسال سیالي کوي. هغه هره ورځ د خپلې روغتیا د ښه‎والي په موخه له دشت برچي سیمې راځي.

 سره صلیب نړیوالې کمېټې ارتوپیدي مرکز د مسوولینو په وینا تر دې دمه په دې مرکز کې د اتیا زره معلولینو درملنه شوې ده.

 کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو پر اساس په ټول هېواد کې ۸۰۰ زره معلولین ثبت شوي دي.

شریک یي کړئ