د ۲۰۱۸ زیږدیز کال نړیوالو لوبو په دوام په «اي» ټاکل شوې ده چې نن( د غبرګولي ۲۷مه) د دې لوبو د اتلولۍ مدعې لوبډله، برازیل له سوئيس سره لوبه وکړي.
لومړۍ لوبه به د افغانستان په وخت وروسته له غرمې کابو له ۳ تر ۴ بجو ترسره شي او وروستۍ به هم چې د برازیل او سوئیس ترمنځ ده ماښام ۷:۰۰ بجې پیل شي.
برازیل ځوان او تکړه لوبغاړي لري او تل یې د اتلولۍ ادعا کړې ده.
د دې لوبډلې روزونکي، تیته ویلي دي:«نیمار لا هم سل په سلو کې نه دی چمتو، خو د فزیکي پلوه په ښه حالت کې دي او ښه چټکتیا لري، خو دومره ښه دی چې لوبه وکړي.»
د سوئیس لوبډلې هم تل ثابته کړې ده چې په سختۍ سره ګول مني، په دې لوبډله کې لیختیشتاینز او ژاکا کولی شي چې په ونډه ولري.
د دې لوبډلې روزونکی، ولادمیر پتکوویچ څرګندوي:«له ټولو سره سره، زه چې د فوټبال روزونکی او استاد یم، مساوي یوازې نیمه پایله ده، له خپل ټیم سره مو تل هڅه کړې ده چې ډېره بریا ولرو.»
د دې لوبو په لړۍ کې چې په «سي» دله کې ترسره شوې، ارجنتاین او ایسلنډ سره لوبه وکړه او د ۱ـ۱ مساوي سره دا لوبه پای ته ورسېده.
په دې ډله کې فرانسه او آسټرالیا سره مخامخ شوه چې فرانسې ۲ د ۱ پر وړاندې وګټله، همدازار د روسیې نړیوالو لوبو کې دنمارک ترمنځ لوبه کې بریا د ډنمارک په برخه شوه.
د ارجنتیان توقف سره کرواسیا وتوانېده چې نیجریا ته ماته ورکړ او د نوملړ سر ته وخېږي.