Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړیوال جام اتلولۍ لپاره فرانسه او کرواسیا لوبه کوي

د روسیې ۲۰۱۸ فټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې ټاکل شوې ده چې نن شپه(یک‎شنبې د چنګاښ۲۴مه) فرانسه او کرواسیا سره بخت وازمايي.

دا لوبه به د دې جام د اتلولۍ ترلاسه کولو په موخه او د جام پورته کولو په موخه ترسره شي.

ټاکل شوې چې دا لوبه ماښام۷:۳۰ د افغانستان پر وخت پیل شي او دا به روسیې نړیوال جام وروستۍ لوبه هم وي.

په روسیه کې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د فټبال نړیوال جام لوبو له پیل څخه څلور اوونۍ تېرې شوې، په دې ترڅ کې ۶۳ لوبې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې او له ځانه سره یې ترخې او خوږې خاطرې هم درلودې.

او په همدې سره نن شپه د دې لوبو پای راورسید او تر څلورو کالونو به بیا د فټبال لوبډلې د دې جام د اتلولۍ په تمه وي.

د فټبال نړیوال جام هر څلور کاله وروسته ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه انګلستان او روسیې سره لوبه وکړه او په پایله کې بلجیم ۲-۰ سره انګلستان ته ماته ورکړه او د روسیې نړیوال جام کې یې درېیم ځای خپل کړ.

دا دواړه ټیمونه کابو درویشت ځله سره مخامخ شوي دي چې انګلیس د ۱۵ بریا خپله کړې وه.

په روسیه کې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د فټبال نړیوال جام لوبو له پیل څخه څلور اوونۍ تېرې شوې، په دې ترڅ کې ۶۳ لوبې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې

شریک یي کړئ