Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند د آسیا جام کرېکټ سیالیو څوارلسم پړاو اتلولي خپله کړه

د آسیا جام کریکـټ سیالیو په وروستۍ لوبه کې هند بنګله دیش ته د درې ویکټو په توپير ماته ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

په دې لوبه کې لومړۍ بنګله دیش لوبه پیل کړه او هند ته یې د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه. هند د بنګله دیش لخوا ورکړل شوی هدف د درېوو ویکټو په توپير پوره کړ.

د لوبې په پای کې بنګله دیشي لوبغاړي، لیتن داس د ښې توپ وهنې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. همداراز هندي لوبغاړی، شېکر ډاون هم د کرېکټ آسیا جام سیالیو د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.

د آسیا جام سیالۍ په دوو ګروپونو کې چې هر یوه کې ډرېوو ټيمونو ځای درلود پیل شوې. په دې لوبو کې شپږو آسیايي لوبډلو، افغانستان، هند، پاکستان، بنګله دیش، سریلانکا او هانک کانګ ګډون کړی وو.

هند په دې سیالیو کې خپلو سیالانو هانګ کانګ، بنګله دیش، له پاکستان سره دوې لوبې په ډېر توپير ګټلي وګټلې او له افغانستان سره یې لوبه مساوي پایته ورسېده.

د آسیا جام سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۵ پیل شوي او په ۲۸مه یې د هند او بنګله دیش ترمنځ وروستي او د اتلولۍ جام ګټلو لپاره لوبه وه.

د بنګله دیش د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې په ۴۹ اور کې سیالې هندي لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف ورکړ

شریک یي کړئ