Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند له افغان لوبډلې سره د سیالۍ لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

د هند کرېکټ بورډ د افغانستان په وړاندې د تاریخي (ټسټ) لوبې لپاره د بلل شویو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

دغه ټسټ لوبه د روان لمریز کال د غبرګولي په ۲۴ مه د هند په بنګلور ایالت کې ترسره کېږي.

په دغه نوملړ کې د هند د لوبډلې د لوبډلمشر ویراټ کوهلي پر ځای چې هغه مهال به په انګلستان کې په لوبو بوخت وي اجینګي ریهاني د هند لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه ولري.

له افغانستان سره د هند لوبډلې د سیالۍ لپاره په اعلان شوي نوملړ کې، شکیر داهوان، مرالي ویجي ولوکیش راهول، د پیل لوبغاړو په توګه، پوجارا او کرن نایر، به د منځنیو لوبغاړو، ساها د ویکټ نیوونکي، روېندرا جدېجا او هارډینګ پانډیا، د الرونډرانو په توګه، اشوین او یادیف د ورو او سوکه توپ اچوونکو په توګه او محمد شامي، شرما او ټاکور د تیز توپ اچوونکو په توګه راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله دم‎ګړۍ په هند کې په خپلو تمرینونو بوخته ده او څرګنده نه ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ د دغې تاریخي لوبډلې لپاره څه وخت د بلل شویو لوبغاړو نوملړ اعلان وي.   

د هند د لوبډلې د لوبډلمشر ویراټ کوهلي پر ځای چې هغه مهال به په انګلستان کې په لوبو بوخت وي اجینګي ریهاني د هند لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه ولري.

شریک یي کړئ