احمد ولي هوتک چې تېره شپه(شنبې د وږي۴مه) یې له روسي لوبغاړي، ډنیس کانکوف سره آزاده لوبه درلوده، ماته وخوړه.
دا لوبه په تاجکستان کې د ای سي بي بنسټ لخوا په لاره اچول شوې وه، ولي هوتګ د دې لوبې په درېیم پړاو کې ماته وخوړه.
ویل کېږي چې وروسته له ۱۹ بریاو دا د ولي هوتک لومړۍ ماته ده.
نوموړي وروسته له لوبې په خپله فسبوک پاڼه کې ليکلي دي:«منم چې ستاسو غوښتنه تل همدا وي چې زه بايد بريالی راستون شم. دا هم واقعيت دی چې تاسو زما په ماته خپه ياست خو له مانه خپه نه ياست. سبا ٢ بجي زما پرنس كانفرانس ته منتظر اوسي.»
په همدې حال کې د احمد ولي هوتک تر ماتې وروسته، باز محمد مبارز هم په خپله فسبوک پاڼه کې ليکلي دي:«هره لوبه کې بایلل او ګټل راځي، د احمد ولي هوتک دا ماته به د هغه محبوبیت کم نه کړي، دی زما ورور دی، زما افغان دی او زما هممسلک دی.»
ده په خپل پیغام کې د هوتک روسیې سیال ته د لوبې کولو چلنج ورکولو ویلي دي.
ښاغلي مبارز زیاته کړې ده:«اړ شوم چې د دوستانو په سلا د ښاغلي هوتک روسي سیال ته چلنج ورکړم.»