ټاکل شوې چط د هېواد د فوټبال د شپاړس کلنو ملي لوبډله د اسیا اتلولیو جام سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې سبا (دوشنبې د زمري په ۷مه) د ایران د ملي لوبډلې په وړاندې بخت وازمايي.
د هېواد ملي لوبغاړو په لومړنۍ لوبه کې چې د قرغیزستان په وړاندې وه، د ۲-۲ پایلې سره مساوي پای ته ورسېده او په خپله دویمه لوبه کې ترکمنستان ته یې د ۱-۰ پایلې سره ماتې ورکړه.
د هېواد ملي لوبډله، له یوې بریا او یوې مساوي لوبې سره، په دغو سیالیو کې څلور امتیازه ده. د کوربه تاجکستان ملي لوبډله هم د قرغیزستان په وړاندې د بریا او د ازبکستان په وړاندې له مساوي لوبې سره څلور امتیازه لري.
ایران بیا د ترکمنستان او ازبکستان په وړاندې له دوه بریاو سره شپږ امتیازه لري او د دغو سیالیو د نوملړ په سر کې ځای لري.
د اسیا سپاړلس کلنو د فوټبال اتلولیو جام سیالۍ، د جمعې په ورځ پیل شوې دي. په دغه پېر سیالیو کې، د ایران، غرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ملي لوبډلې حضور لري.