Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د اسپانیا لیګ (لالیګا) سیالۍ په وړیا توګه خپرېږي

د اسپانیا د فوټبال لیګ یا «لالیګا» او فېسبوک ترمنځ د هوکړې په ترڅ کې د دغه لیګ سیالۍ به په وړیا توګه افغانستان کې خپرې شي.

فېسبوک د لالیګا لیګ د ۲۰۱۸ کال د لالیګا د ۱۹ پړاو د سیالیو د خپرېدو حق پېردودلی او ټاکل شوې ده چې دغه لوبې په وړیا توګه د فېسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه د اسیا په ۸ هېوادونو کې له هغې ډلې په افغانستان کې خپرې شي.

د لالیګا رییس خاوېر ټباس د دې هوکړې په اړه وویل:«لالیګا په نړۍ کې د فوټبال سټنډرډ تنظیموي او موږ خوشحاله یوو چې خلک له هر بل وخته زموږ د لوبو د لیدو موکه لري او خوښ یوو چې دا کار د فېسبوک له خوا ترسره کېږي.»

دا اته هېوادونه عبارت دي له افغانستان، هند، بنګله‎دېش، پاکستان، مالډیو، نیپال، بوټان او سریلانکا څخه.

هند د فېسبوک تر ټولو سر بازار دی چې ۲۷۰ مېلیونه کارونکي لري.

د رپوټونو پر بنسټ، فېسبوک په راتلونکو څلورو پړاوونو کې د دغو سیالیو د خپرولو لپاره لالیګا ته ۹۰ مېلیونه یورو ورکړي دي.

له دې وړاندې، فېسبوک د امریکا له پولو بهر د سیالیو د خپرولو حق نه وو اخیستی. لالیګا د فوټبال نړۍ یو له مشهورو لیګونو څخه دی چې په هغه کې د نړۍ مشهور کلپونه لکه بارسلونا، ریال مادرېډ او اتلتیکو ډي مناډرېډ حضور لري.  

شریک یي کړئ