Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کندهار کې د هند په مرسته د کرېکټ یو لوبغالی ګټنې ته وسپارل شو

دا لوبغالی هند په ۶۰۰ زره ډالرو، اتلس جریبه ځمکه باندې په  ۱۶ میاشتو کې جوړ کړی او پرون رسماً پرانیستل شو.

د لوبغالي پرانیستې مراسمو ته د هند سفیر هم ورغلی و.

چارواکي د کرېکټ د دغه لوبغالي په پرانسته خوښ دي او هیله لري چې دغه لوبغالي کې نړیوالې لوبې هم وشي.

د کرېکټ دغه لوبغالی چې د رغولو چارې یې شپاړس میاشتې وړاندې پېل شوې وې د دوشنبې پر ورځ رسما پرانیستل شو.

 د دغه لوبغالي مالي لګښت شپږ سوه اتلس زره  ډالره دی چې د هند له لوري په اتلس جریبه ځمکه  جوړشوی دی.

په افغانستان کې د هند سفیر منپریت ووهرا وویل:«زما هیله دا ده چې د کرېکټ دغه لوبغالی له هره اړخه په افغانستان کې تر ټولو په ښه لوبغالي بدل شي موږ د دغه لوبغالي د پراختیا لپاره ژمن یوو.»

اخوا د کندهار والي د هند د دې کار ستاینه کوي او هیله لري چې یوه ورځ په دې لوبغالي کې د نړۍ په کچه لوبې وشي.

د کندهار والي زلمي ویسا هم څرګنده کړه:«موږ ویاړو چې یو وخت د کرېکټ په دغه لوبغالي کې د نړیوالو سیالیو شاهد واوسو.»

 په سوېل لویدېځ زون کې د کرېکټ بورډ مسوولین د هند د دې مرستې ستاینه کوي او وايي، د لوبغالي د پاتې برخو کار به هم بشپړ شي.

دا لومړی ځل دی چې په کندهار کې د کرېکټ لوی لوبغالی جوړېږي.

د کرېکټ د چارو شنوونکي وايي، د دغه لوبغالي په جوړېدو سره د سویل لویدېځ زون لوبغاړي د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې ته لاره پیدا کولی شي .

شریک یي کړئ