د موټر سپورت لوبډلې لوبغاړو کابل کې دوشنبې سهار(د غبرګولي۷مه) نندارې وړاندې کړې، په دې لړۍ کې لسو لوبغاړو ګډون کړی.
د موټر سپورټ فدراسیون رئيس، حشمت رهبر څرګندوي:«موږ یوازې د دې لپاره چې د افغانستان نوم ته ویاړنې ولرو فعالیت کوو، د امکاناتو نشتوالي له کبله موږ څو موټر له لاسه ورکړل تر څو چې بریالي شوو.»
یو تن لوبغاړی، احمد وویل:«تازه سپورټ دی په افغانستان کې، موږ خپل مینهوال لرو، زه یې یو مینهوال یم.»
د دې سپورټ د مسوولینو په وینا دا سپورټ په افغانستان کې نوی او ډیر لګښت لرونکی دی، خو دوی وایي، په کمه موده کې توانیدلي دي چې د ځوانانو په منځ کې د موټر ځغلونې سپورټ دود کړي.
ښاغلی حشمت څرګندوي:«موږ وتوانېدلو چې خپلې څانګې په ولایتونو کې هم جوړې کړې چې په ټوله کې ۲۸۰لوبغاړي یې غړي دي.»
د موټر سپورټ فدراسیون پراختیايي مسوؤل، عبدالواحد قریشي وايي:«دا موټرونه دا ځانګړنه لري چې وزن یې زیات دی او داسې جوړ شوي دي او په معیاري توګه روزنه ورکول کېږي.»
د موټر ځغلونې فدراسیون یو کال وړاندې د المپیک د ملي کمیټې په اډانه کې رامنځته شو او په دې موده کې یې د بهرنیو سیالیو لپاره یوه معیاري لوبډله هم جوړه کړې ده.