Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د نجونو د باولینګ د غوراي سیالیو لومړی پړاو ترسره شو

کابل کې د نجونو د باولینګ د غوراوي سیالیو لومړی پړاو د پلازمېنې د نجونو د منتخبې لوبډلې لپاره د غوره څېرو د انتخابولو لپاره کابل کې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې، ۱۶ لوبغاړو ګډون کړی وه چې په پای کې شپږ غوره څېرې د کابل ښار د نجونو د باولینګ منتخبې لوبډلې غوره او په ملي لوبډله کې د حضور لپاره غوراوي سیالیو ته یې لاره پيدا کړه.

د دغو سیالیو په پای کې زحل بیات د ۱۵۰ امتیازونو په خپلولو اتلولي وګټله؛ الهې انوري په ۱۴۷ امتیازونو سره دویم ځای خپل کړ او مهر مرسل امیري د ۱۳۰ امتیازونو په خپلولو سره درېیم مقام وګاټه.

د اولمپیک او بدني روزنې د کمېټې او یو شمېر سپورټي فدراسیونونو مسوولین دا ګام بې مخینې بولي او د هېواد د باولینګ فدراسیون د ښځینه لوبغاړو پر ملاتړ ټینګار کوي.

د نجونو د باولینګ د غوراوي سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې تېره اوونۍ د نارینه په برخه کې هم ورته سیالۍ ترسره شوې.

شریک یي کړئ