Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ۱۲ کلنو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د کابل ښار د ۱۲ کلنو فوټبال غوره لیګ سیالۍ، د پنجشنبې په ورځ په رسمي توګه د هېواد د فوټبال په فډراسیون کې پیل شوې.

د فوټبال سیالیو په دغه پړاو کې به د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه ۹ لوبډلې څلور میاشتې له یو بل سره سیالي وکړي.

د دغو سیالیو له ترسره کېدو موخه د نولس کلنو ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ورپېژندل ښودل شوي دي.

د دغو سیالیو د ترسره کولو یو تن مسوول وحیدالله واحدي په دې اړه وايي:«د کم‎عمره لوبډلو د لوبغاړو لپاره، معمولاً د فوټبال لوبې لپاره انګیزه ډېره ده، چې وکړای شي ځانونه ثابت کړي.»

په همدې حال کې هغو لوبغاړو چې په دغو سیالیو حضور لري، د دغو سیالیو کچه ښه بولي او د دغه ډول سیالیو ترسره کېدل د فني مهارتونو لپاره اغېزمن بولي.

د فوټبال لوبغاړی سیر په دې اړه وايي:«دغه لوبې پر لوبغاړو ډېره اغېزه لري؛ له دې لارې لوبغاړي کولای شي ملي لوبدلې ته لاره پیدا کړي.»

لوبغاړی مهدي هم څرګنده وي:«د فوټبال فډراسیون باید دا ډول لیګونه ډېر ترسره کړي چې د لوبغاړو لپاره ډېر ګټور دي.»

ټاکل شوې ده چې د دې سیالیو په پای کې اتله لوبډله به دافغانستان او اتو زونو ترمنځ د سیالیو په ترسره کېدو کې د حضور جواز هم ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ