Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کاناډا کې د نړیوالو سیالیو د ګډون لپاره د افغان سرتېریو چمتووالی

یو شمېر افغان سرتېري چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې یې د خپل بند غړي له لاسه ورکړي اوس په کاناډا کې د «انوکټوس ګېمز» په نامه د نړیوالو سیالیو د ګډون لپاره چمتووالی نیسي.

دغه سرتېري وايي چې په کاناډا کې د سیالیو د ګډون لپاره چې دوه میاشتې وروسته ترسره کېږي د ځواکمن حضور لپاره ځانګړي تمرینونه ترسره کوي.

دغه سیالۍ، د غشي او لندۍ، د غرنۍ بایسکل ځغاستې، په پرانیستي چاپېریال کې د کښتۍ ځغلونې، بسکټبال، ټېنس، راګبي، او والیبال په څانګو کې به ترسره شي.

د دغو سرتېرو شمېر چې په کاناډا کې د پارااولمپیک په سیالیو کې ګډون کوي ۷ تنو ته رسېږي.

محمد عیسي یو له هغو کسانو څخه دی چې وايي د لسګونو هغو سرتېریو له ډلې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي په دغو سیالیو کې د حضور لپاره غوره شوی دی.

محمد عیسي زیاته کړه:«د خو‎ښۍ احساس کوم او غواړم چې هلته له خپلو ملګرو سره ولاړ شم او د دغو سیالیو ګټونکی شم او د افغانستان نوم لوړ کړم.»

دغه سرتېري وايي چې راتلونکي ته هیله من دي او د معلولیت له درلودو سره غواړي خپلو هیلو ته ورسېږي.

د ملي پوځ پخواني سرتېري نصیر احمد په دې اړه وویل:«زه هېڅکله مأیوسه نه وم. هېڅکله مې نه دي غوښتي ځان نهیلې کړم. هر کار کولای شم. بېلابېل سپورټونه کوم.»

د پارا اولمپیک سیالۍ د ۱۷ هېوادونو د معیوبو سرتېرو په منځ کې د روان کال د سپټمبر له ۲۳ تر ۳۰ مه د کاناډا په تورانټو کې ترسره کېږي.

کابو ۵۵۰ لوبغاړي د غشي او لندۍ، د غرنۍ بایسکل ځغاستې، په پرانیستي چاپېریال کې د کښتۍ ځغلونې، بسکټبال، ټېنس، راګبي، او والیبال په څانګو کې به له یو بل سیالۍ وکړي.

شریک یي کړئ