د افغانستان ۱۹ کلنو لوبغاړود کرکټ لوبډلې سنګاپور ته له ماتې ورکړې سره د ۲۰۱۸ نړیوالو لوبو ته یو بل ګام هم ځان نېږدې کړ.
د کرکټ دې لوبغاړو نن( دوشنبې د زمري۲مه) یادو لوبو ته د لارې پیدا کولو په موخه پنځمه لوبه کې سنګاپور ته د ۲۴۴ منډو په توپیر سره ماته ورکړه.
افغانستان د سنګاپور پر وړاندې لومړۍ لوبه پیل او په ۵۰ اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د ۳۰۴ منډو موخه وټاکله.
لوبه کې د هېواد لوبغاړو، ابراهیم ځدراڼ او درویش رسولي په بیټنګ کې ښه لوبه وکړه او په وار سره یې ۷۱ او ۷۳ منډې جوړې کړې.
پر وړاندې یې بالنګ کې د سنګاپور لوبډلې لوبغاړی، بیکرم ښه وځلید او دوه لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل.
د سنګاپور لوبډلې د بیټنګ په برخه کې ښه لوبه ونکړه او خپل لوبغاړي یې یو پر بل پسې له لاسه ورکړل.
په پایله کې سنګاپور ۸۱ منډې وکړې او لوبه یې بایلوده.
د افغانستان لوبډلې مشر، نوید صیام کاکړ وویل:«موږ سیالې لوبډلې ته په غټ توپیر سره ماته ورکړه، او هیله ده چې د سبا ورځې لوبه هم وګټو او نړیوالو لوبو ته لار پیدا کړو.»
د لوبې په پای کې مجیب ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.