Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې کابو څلوېښت نجونې کرکټ لوبه کوي

په کندهار ولایت کې د نجونو کرکټ لوبغاړو شمېر ۴۸ ته رسيږي او د ډېرو ستونزو او ناخوالو سره دوی دا لوبه ترسره کوي.

که څه هم دغه نجوني د کورنیو له لوري له کلتوري ستونزو سره مخ دي خو وايي هڅه کوي چي په کندهار کي د سپورټ په مټ ناوړه دو دونه له منځه یو سي.
 
د کرکـټ لوبغاړې، مدینه څرګندوي:«اوس همدا ستونزه شته د نجونو دا لوبه ډېره خوښه ده، خو د کورنیو له لورې ورته اجازه نه ورکول کیږي، زه هیله لرم چي کورنۍ دې پر دوی د کرکټ د لوبې نه کولو فشار نه راوړي ځکه موږ هم حق لرو چي د نارینه وو پشان پرمختګ وکړو.»

دغه نجوني په ډېرو کمو سپورټی امکاناتو په خپل ښوونځي کي هره ورځ کابو یو ساعت د کرکټ لوبې تمرین تر سره کوي.

بله کرکټ لوبغاړې، مریم زیاتوي:«لکه څنګه چی تاسو ګورئ موږ میعاري لوبغالی نه لرو او موږ غواړو چي یو اکاډیمي او یاهم د لوبو یو میدان راته جوړ کړی شي تر څو ښه لوبې پرې وکړو.»

که څه هم دې لوبغاړو د کرکټ لوبه پیل کړي ده، خو د کورنیو له لورې د اجازې نه لرلو په اړه يي اندیښمني دي.

صفا هم چې په دې لوبډله کې لوبه کوي وايي:«ځیني نجونې شته چي د کورنۍ له لورې ورته اجازه نه ورکول کیږي چې دوی لوبې تر سره کړي په ځانګړې توګه کرکټ او آن د زده کړو اجازه هم نه لري.»
 
دغه انجوني چي په ښوونځي کې د کرکټ لوبه کوي، وايی ورځ تر بلي يې شمېر مخ پر ډېریدو دی او ډېری نجونې لېواله دي چې دا لوبه تر سره کړي، خو امکاناتو د نشتون او دوی ته د نه پاملرني په اړه شکایت کوي.

لوبډل‎مشره، سحرداسې وايي:«موږ په دغه ښوونځي کې لومړنۍ نجونې یوو چې د کرکټ لوبه مو پیل کړې ده او زه يې روزونکې هم یم. دوه ټیمونه لرو، یو د لویو نجونو دی او بل د کوچنیو نجونو دی چې ټول شمېر يې ۴۸ تنو ته رسیږي. موږ چندان پرمختګ نه دی کړی ځکه له پامه غورځیدلي یوو او امکانات نه لرو.»

د کندهار ولایت په ښوونځیو کي د کرکټ تر څنګ نجونې د باسکټ‎بال لوبه هم تر سره کوي چې د ټولو شمېر کابو سل تنو ته رسیږي.

کندهار ولایت کې یو شمېر نجونو په ښوونځیو کي د کرکټ لوبه پیل کړي ده، دوی وايي چې امکانات کم دي او نو ځکه کمې نجونې سپورټ ته مخه کوي

شریک یي کړئ