Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۱۰ تنه افغان کډوال د فوټبال غوره لیګ ته بلل شوي

ټاکل شوې په ایران کې ۱۰ افغان ګډوال د افغانستان فوټبال غوره لیګ اوم پړاو سیالیو کې حضور پيدا کړي.

د هېواد د فوټبال فډراسیون وايي چې دغه لوبغاړي په ایران کې د فډراسیون د استازي له خوا د افغانستان غوره لیګ‎ سیالیو کې د حضور لپاره بلل شوي دي.

دغه لوبغاړي به د غوره لیګ د دغه پړاو سیالیو د اتو لوبډلو په ترکیب کې به ونډه ولري.

دا لومړی ځل دی چې په ایران کې کډوال او د فوټبال لوبغاړي د افغانستان د فوټبال غوره لیګ ته دعوت کېږي.

ټاکل شوې ده د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ اوم پړاو د وران کال د وږي په دویمه د فوټبال فډراسیون د ګول په پروژه کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د شاهین اسمايي لوبډله تېره اوونۍ تاجکستان ته ولاړه او په دوه تدارکاتي سیالیو کې وتوانېده چې بریا خپله کړي.

شاهین اسمايي هڅه کوي ترڅو د تاجکستان د فوټبال له کلپي لوبډلو سره د تدارکاتي لوبو له ترسره کولو سره د غوره لیګ اوم پړاو ته چمتووالی ونیسي.  

دغه لوبغاړي په ایران کې د فډراسیون د استازي له خوا د افغانستان غوره لیګ‎ سیالیو کې د حضور لپاره بلل شوي دي.

شریک یي کړئ