Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

آلماني اوتوفیسټر د هېواد فوټبال ملي لوبډلې روزونکی وټاکل شو

آلماني ۷۹ کلن اوتوفیسټر د یوې کلنې هوکړې له مخې د افغانستان فټبال ملي لوبډلې روزونکي په توګه وټاکل شو.

نن (یک‎شنبې د سلواغې۲۴مه) د افغانستان د فټبال فدراسیون د رسنیو په تالار کې ښاغلي اوتوفیسټر چې د روزونکي په توګه لویه پانګه لري، د افغانستان د فټبال ملي لوبډلې روزونکي په توګه معرفي کړ.

له بلې خوا فدراسیون علي عسکري د فیفا مدرس، منصور فقیریار د دروازه ساتونکو روزونکو او انوش دستګیر د ښاغلي فیسټر مرستیال په توګه معرفي کړل.

د فټبال فدراسیون رئیس، کرام‎الدین کریم وايي:«موږ د پېټرشګرد له ګوښه کېدو وروسته هڅه وکړه چې یو پیاوړ کس پیدا کړو او له ښاغلي فیسټر سره هوکړې ته ورسېدو او اوس مو ورسره هوکړه وکړه، د نوموړي له ټاکلو سره هیله لرو چې د افغانستان د خلکو هیلې پوره کړو.»

منصور فقیریار د هېواد د فټبال لوبډلې د دروازه ساتونکو روزونکي، منصور فقیریار څرګنده کړه:«زه خوشاله یم چې بیا هم د فني کادر په جوړښت کې شامل یم او په خدمت کې یم او هیله لرم چې بیا هم لامل شو تر څو د خلکو په شنډو خندا راشي.»

فیسټر تر اوسه د رواندا، توگو، ساحل عاج، كامرون، سنگال، عربستان، بنگلادش، گانا، بوركينا فاسو، كنگو، ترينيداد او توباگو ملي لوبډلو د روزنې تجربه لري.

دی وايي:«زه له کړکېچونو خوند اخلم هغه هېوادونو کې مې چې دنده ترسره کړې ده ستونزې زیاتې وې او د افغانستان فټبال هم له زیاتو ستونزو سره مخامخ دی. کله چې ما دا هوکړه وکړه او دلته راغلم او غواړم چې نوی کړکیچ هم تجربه کړم.»

ښاغلی فیسآر د مصر، لبنان، ټونس او الجزایرو کې هم تجربه لري او د ده له راتګ سره به د هېواد لوبډله به د مارچ میاشتې په ۲۸ مه تاجکستان کې د ویتنام سره لوبه وکړي.

د افغانستان د فټبال فدراسیون د رسنیو په تالار کې ښاغلي اوتوفیسټر چې د روزونکي په توګه لویه پانګه لري، د افغانستان د فټبال ملي لوبډلې روزونکي په توګه معرفي کړ

شریک یي کړئ