Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راشد آرمان هڅه کوې د پنجاب پر وړاندې ښه لوبه وکړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی، راشد آرمان چې اوس‎مهال د هند په غوره لیګ کې د سن رایزر لوبډلې سره لوبه کوي، هڅه کوي چې د نن ورځې لوبه کې د پنجاب لوبډلې پر وړاندې ښه وځلیږي.

ټاکل شوې ده دا لوبه نن( دوشنبې) ترسره شي.

داسې ښکاري چې دواړو لوبډلو د دې لوبې لپاره چمتووالی نیولی تر څو لوبه وګټي، له دې سره د هند په غوره لیګ کې دا ۱۹مه لوبه ده چې ترسره کېږي.

سن رایزر لوبډله چې تېر کال د دې لوبو اتله وه او تر اوسه یې د ممبيې او کلکتې لوبډلو ته ماته ورکړې ده.

د یادونې وړ ده چې د پنجاب لوبډلې هم ښه وړتیا له ځانه ښوولې ده.

راشد خان په دې لوبو کې د سن رایزر مهم لوبغاړی دی او په غوره لیګ کې د توب اچونې په برخه کې ۶ ځای لری.

تېر کې دواړو لوبډلو خپل سیالان په خپل کور کې مات کړي دي خو دې لوبې ته باید زیاته هڅه وکړي.

ترسره شویو لوبو کې راشد خان گاتم گمبیر، روهیت شرما، سریش راینا، آرون فینچ او بریندن ماکلوم له مخې لیري کړي دي.

ټاکل شوې ده د نن ورځې لوبه د حیدرآباد په راجیف ګاندي لوبغالي کې ترسره شي.

دا لوبه په ژوندۍ بڼه له لمر ټلویزیون څخه ماښام اوه بجې خپرېږي.
 
داسې ښکاري چې دواړو لوبډلو د دې لوبې لپاره چمتووالی نیولی تر څو لوبه وګټي، له دې سره د هند په غوره لیګ کې دا ۱۹مه لوبه ده چې ترسره کېږي

شریک یي کړئ