Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راشد د هند سن‎رایزر سره د غوره‎لیګ لوبو لپاره چمتوالی نیسي

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې راشد آرمان د هند غوره لیګ لوبو پیل لپاره د دې هېواد په حیدر آباد کې د سن‎رایزر لوبغاړو سره خپل تمرین پیل کړی او ډېر ژر به نبي عیسی‎خېل هم ورسره یوځای شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند، فرید هوتک ویلي دي:«دا زموږ د کرکټ لپاره لویه لاسته راوړنه ده چې د افغانستان لوبغاړي د هند په غوره لیګ کې لوبه کوي او دا ځوانان هڅوي چې ډېره هڅه وکړي تر څو دوی هم ورته ځایونو ته ورسيږي.»

نبي او د افغانستان کرکټ لوبډله د شنبې پر ورځ د اېرلنډ پر وړاندې له بریا وروسته هېواد ته راستنه شوه.

راشد په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې وتوانید چې ۱۱ویکټو ترلاسه کولو سره دوهم ځای ترلاسه کړي او په روان کال کې یې د ۱۷ شل اوریزو لوبو په ترڅ کې ۷۱ وکټې ترلاسه کړي.

په جنوري میاشت کې د صحرا جام په ۲۰ اوریزو لوبو کې چې افغانستان یې ګټونکی شو، راشد وتوانید د اماراتو پر وړاندې ۶ او د زمبابوې پر وړاندې ۱۰ وکټې ترلاسه کړې.

په دې وروستیو کې د افغانستان په کوربه توب درېیو ۲۰ اوریزو او د ۵ یوې ورځنیو لوبو کې چې د ایرلنډ پر وړاندې ترسره شوې، راشد آرمان ۲۴ وکټې ترلاسه کړې وې.

راشد خان په دې وروستیو کې د حیدرآباد سن‎رایزر لوبډلې لخوا د هند غوره لیګ لوبو لپاره په ۶۰۰ زره امریکایې ډالرو وپېرل شو.

راشد وایي:«په لوبډله کې ملګري مې ماته میلیون ډالري ماشوم وایي او زه یوازې خاندم، زه غواړم ثابته کړم چې زما کارکړنه هم میلیون ډالري ده.»

دی د هند غوره لیګ کې د نامتو لوبغاړو لکه همچو یووراج سنګ، ډیویډ وارنر، کین ویلیمسن او شیکردوان ترڅنګ په لوبه کې خوشال دی.

راشد وړاندې وایي:«دا به زما لپاره ښه موکه وي تر څو له دې اتلانو یو څه زده کړم او هیله لرم چې د سن‎رایزر روزونکی ټام مودي وګورم.»

د راشد ترڅنګ د هېواد کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی، محمد نبي به هم په سن‎رایزر کې لوبه وکړي.

نبي هم په توپ اچونه کې ښه وړتیا لري چې څو ځله یې د هېواد لوبډله بریا ته رسوولې ده.

نوموړي تېر کال په ۲۰ اوریزو لوبو کې د ۱۲ وکټو پر ترلاسه کولو کې غوره وبلل شو او د صحرا جام سیالیو کې د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د هند غوره‎لیګ سیالۍ د روانې اوونۍ چهارشنبې پر ورځ پیليږي او سن‎رایزر خپله لومړۍ لوبه د روایل چلینجرس پر وړاندې ترسره کوي.
 
راشد په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې وتوانید چې ۱۱ویکټو ترلاسه کولو سره دوهم ځای ترلاسه کړي او په روان کال کې یې د ۱۷ شل اوریزو لوبو په ترڅ کې ۷۱ وکټې ترلاسه کړي

شریک یي کړئ