د شاهین اسمايي فوټبال لوبډله د سېشنبې په ورځ(د سلواغې په ۲۶ مه)د شیخ کمال جام په سیالیو کې د ګډون لپاره بنګهدېش ته په سفر ولاړه.
د پلازمېنې دغه لوبډله په دغې سیالیو کې د حضور لپاره د یوې میاشتې راهیسې چمتووالی نیول دی.
شاهین اسمايي لوبډلې د اسیا د کلپونو جام سیالیو کې له ګډون څخه وروسته دمګړۍ د بنګهدېش شیخ کمال جام سیالیو د حضور لپاره چمتووالی نیسي.
د شاهین اسمايي روزونکی مجتبي فیض دغه لوبډله د دغو سیالیو د اتلولۍ یوازینۍ ګټونکې لوبډله بولي او وايي چې زده کوونکې به یې دغو سیالیو ته له لوړې انګېزې سره ګډون وکړي.
هغه زیاته کړه:«موږ د اسیايي کلپونو د جام د غوراوي په سیالیو کې د دې له امله چې د لوبې تګ او راتګ په تاجیکستان کې وه ونه توانېدو بل پړاو ته لاره پیدا کړو،خو موږ له دوو میاشتو راهیسې دغو دو سیالیو ته چمتووالی لرلی او اوس هم زموږ هلکان چمتو دي.»
هغه زیاته کړه:«تېر کال ګډون کوونکو لوبډلو د سوېلي اسیا په کچه وو،خو دا ځل له سوېلي کوریا او فلېپین څخه دوه لوبډلې اضافه شوې دي او د سیالیو کچه به په ځلونو لوړه وي، خو موږ هڅه کوو چې یو ښه مقام ترلاسه کړو.»
دغه سیالۍ به د بنګهدېش په کوربه توب او د ۸ هېوادونو په ګډون ترسره شي.
د شاهین لوبډلې غړي روهید سمندر په دې اړه وویل:«دوه میاشتې کېږي چې موږ تمرین کوو،زموږ ځواکمن او چټک تمرینونه بشپړ شوي اوس د هلکانو په همغږۍ او له توپ سره په تخنیک کار کوو.»
د فوټبال د شیخ کمال جام سیالۍ هر کال یو ځل د بنګهدېش په کوربهتوب ترسره کېږي او تېر کال د افغانستان په استازولۍ د سپين غبربازانو لوبډلې ګډون درلود او تر نیمه پای لوبې مخته ولاړه،خو په پای کې د هند د استازي په وړاندې ماتې وخوړه او د دغو سیالیو له دوام څخه پاتې شوه.
او اوس د شاهین اسمايي لوبډلې دغو سیالیو ته د حضور جواز ترلاسه کړی او اوس د چمتووالي په حال کې ده.