د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د صحرا جام په پای لوبه کې ایرلینډ ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.
پایلوبه چې نن شپه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، ټاس د ایرلینډ لوبډلې وګاټه او خپله یی توپوهنه پیل کړه.
د ایرلینډ پیل لوبغاړو تیزه لوبه روانه کړه او په دوو اورونو کې یې ۲۰ منډې وکړې، خو د افغان لوبغاړو په زړه پورې توپ اچوونې له امله د ایرلینډ لوبغاړي ژر ژر وسوځیدل او د تیزو منډو جوړولو مخه یی ونیول شوه.
په دې لوبه کې اېرلنډ افغانستان ته یوازې د ۷۲ منډو هدف وټاکه.
په توپ اچوونه کې محمد نبي ښه وځلید او د ایرلیند څلور پیاوړي لوبغاړي یی له مخې لرې کړل، فرید ملک، امیر حمزه او کریم جنت دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د سیالې لوبډلې توپ اچونکو ونشوه کړای افغان توپوهونکي وسوځوي او افغان لوبډلې په ډیرې اسانۍ سره په ۸ اوور کې د ایرلینډ هدف پوره او اتلولۍ جام یی خپل کړ.
په توپوهنه کې د افغان لوري شهزاد محمدي ۵۲ او نوروز منګل په ۱۷ منډو نا سوځیدلي له میدان ولاړل.
د پای لوبې او د دې سیالیو غوره لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل اعلان شو.