Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاپي پروژې د کار د پیل په تړاو د غني رپوټ

ولسمشر اشرف غني نن له ترکمنستان څخه له ستنېدو څخه وروسته په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل چې ترکمنستان نن زموږ لپاره یو نېک ګاونډی دی.

هغه زیاته کړه چې دا لومړی ځل دی چې زموږ یو ګاونډی(ترکمنستان) د افغانستان د ګټې لپاره خپلې پیسې د مېز پر سر اېږدي.

ولسمشر غني ټينګار وکړ چې له ترکمنستان سره به زموږ مناسبات هره ورځ پراخې شي.

د حکومت دغه چارواکي دې ته په اشارې سره چې ډېریو فکر کاوه چې د ټاپي پروژه یوازې د کاغذ پر مخ ده او د اجرايي کېدو توان نه‎لري زیاته کړه: "تېره ورځ د ټاپي پروژه د کاغذ له مخې اجرايي پراو ته ورسېده".

غني زیاتوي چې ټاپي پروژه د افغانستان د اقتصاد بنسټيزه بدلون دی.

ولسمشر غني څرګنده کړه: "دغه پروژه د افغانستان موقعیت ژوندی کوي او د ټاپي پروژه د ورېښمو یوه نوې لاره ده".

ښاغلي غني د دې په بیان سره چې افغانستان هر کال د دغې پروژې له لارې ۴۰۰ مېلیونه ډالره ګټه ورلري وویل: "د ټاپي په پروژه کې د افغانستان له ټولې پنځه سلنې ونډې له ډلې درې سلنه یې اسیايي بانک به ورکړي".

هغه زیاته کړه: "د نوري فایبر شبکه به د غازو له دغې نل لیکې سره په ورته وخت کې حرکت وکړي".

ولسمشر زیاته کړه چې د ټاپي پروژه د هېڅ هېواد لپاره خطر نه لري؛زموږ موخه دا ده چې افغانستان د سمیې پر څلور لارې بدل شي.

ولسمشر غني ټينګار وکړ چې اړتیا ده چې د هر نرینه او ښځينه افغان د ټاپي پروژه یوه ملي موخه وبولي.

هغه زیاته کړه چې د نړیوالو همکاریو لپاره چې هر ګام پورته شي د سولې لپاره هڅه ده.

ولسمشر اشرف غني نن له ترکمنستان څخه له ستنېدو څخه وروسته په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې ووی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه