Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هلمند ولایت کې ناامني د ټاپي پروژې لپاره ګواښ

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ یو شمېر اوسېونکي وايي چې په دغې ولسوالۍ د ناامنیو زیاتوالی به په هلمند ولایت کې د ټاپي پروژې په وړاندې به یو له نبسټيزو ستونزو څخه وي.

د هلمند د ولایتي شورا یو شمېر غړي په دې ولسوالۍ کې پر ناوړه امنیتي وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې په دې وضعیت سره په ګرشک ولسوالۍ کې د تاپي پروژې پلي کېدل نا شونې دي.

هغوی وايي چې په دې ولسوالۍ کې حکومت خورا کمزوری دی او له همدې امله د وضعیت د ښه کېدو هیله نشته .

د هلمند د ولایتي شورا رئیس کریم اتل په دېا ړه څرګنده کړه: "همدا اوس چې د دغې پروژې کار لا پیل شوی نه دی د دغې ولسوالۍ وضعیت ډېر خراب دی او په دغې ولسوالۍ کې حکومت هره ورځ کمزوری کېږي،له همدې امله باید د دغې ستونزې ته پاملرنه وشي له هغې څخه پرته زه فکر کوم چې په ګرشک ولسوالۍ کې به د ټاپي پروژه پلي نه‎شي".

خو د هلمند امنیه قوماندان وايي چې د تاپي پروژې د عملي کېدو لپاره لازم چمتووالی نیول شوی دی او امنیتي ستونزې به د دغې پروژې د عملي کېدو مخه ونه نیسي.

د هلمند امنیه قومندان عبدالرحمان سرجنګ په دې اړه زیاته کړه:"حکومت په هلمند کې د ټاپي پروژې د پلي کولو لپاره خپل چمتووالی نیولی دی په دې برخه کې یوه ځانګړې لوا په دنده به وګمارل شي چې د ټاپي پروژې امنیت ټينګ کړي".

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي دې ته په پام سره چې د ترکمنستان د غازو د نل لیکې یوه برخه د هېواد په نا امنو سیمو کې جوړېږي؛ یو شمېر کارپوهان له حکومت څخه غواړي چې د دې پروژې پر وړاندې د امنیتي ستونزو د هواري لپاره په جدي توګه پاملرنه وکړي.

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ یو شمېر اوسېونکي وايي چې په دغې ولسوالۍ د ناامنیو زیاتوالی به په هلمن

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه