تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودی خبری: خلیلزاد وايي چې د سولې کلۍ په کابل کې ده
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې امریکا په افغانستان د سولې راوستو او د جګړې د پای لپاره بیړه لري. د هغه په وینا، اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغانان د سولې په برخه کې د رامنځته شوې زمینې د استفادې لپاره بیړه وکړي.
په کابل کې د امریکا سفارت، په یوې خبرپاڼه کې وايي چې ښاغلي خلیلزاد دا ویناوې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په ۸ مه) کابل کې ځينو خبریالانو ته کړې دي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د سیاسي چارو کارپوه، محمد یونس فکور
د مشرانو جرګې غړی، ګل احمد اعظمي
د اسلامي ګوند غړی، قریب الرحمن سادات