تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: دوحه کې د طالبانو او امریکا استازو لیدنه
په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو اترو د بندون په اړه ګنګونسې زیاتې شوې دي، طالبان وايي چې هغوی د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په لومړنۍ نېټه) د قطر په پلازمنې دوحه کې له امریکايي استازو سره لیدلي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر کې لیکلي چې په دغې لیدنه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې شوې دي. هغه ویلي چې دا لیدنه به سبا ته هم وغځول شي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د هلمند پخوانی والي، محمدجان رسولیار
سیاسي فعال، ولي الله شاهین
د سیاسي چارو کارپوه، محمد صدیق پتمن