تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: طالبانو ته د حکومت د سولې وړاندیز
د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د کابل بهیر دویمه غونډه نن د کب په څلورمه نیټه پیل شوه. په دغه ناسته کې افغانولسمشر اشرف غني طالبانو ته یو لړ وړاندېزونه کړي څو دغه ډله له سولې سره یو ځای شي.
افغان ولسمشر اشرف غني د غونډې په پیل کې ویلي، افغانان د ټولو ننګونو په وړاندې په متحدانه ډول عمل کوي.
ولسمشر اشرف غني زیاته کړې، افغانستان له یوه داسې جغرافیایي موقعیت نه برخمن دی چې د سیمې سوکالي د افغانستان په سوکاليکې نغښتې ده.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړی، داوود کلکاني
د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون رئیس، محمد هاشم الکوزی
د سولې عالي شورا د دفتر پخوانی رئیس، داکتر فاروق زماني
سیاسي چارو کارپوه، فرید احمد کاکړ