تودی خبری
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: په افغانستان کې د سره پوځ ماته
افغان ولسمشر اشرف غني د سېشنبې په ورځ د(سلواغې په ۲۶ مه)له افغانستان څخه د سره پوځ د بهر کېدو ۲۸ مه کلیزه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولمانځله.
ښاغلي غني چې په دغو مراسمو کې وینا کوله وویل چې پرونی جهاد د ازادۍ لپاره وه او نننۍ جهاد د ابادۍ لپاره دی.
ښاغلي غني وویل چې حکومت له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه لیک په لاسلیک سره ناراضي مجاهدینو ته یې لاره هواره کړه ترڅو بېرته خپل کور افغانستان ته راستانه شي
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنوسره خبرې شوې دي