تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
ټاکنې: په پکتیا ولایت کې د ټاکنو کمېسیون له کارکړنو سرغړونه
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کارکړنو پر بنسټ، د نوملیکنې د یوه مرکز ټاکنیز توکي نورو مرکزونو ته نه استول کېږي، خو هغه سندونه چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي د دې ښودنه کوي چې په پکتیا ولایت کې د ټاکنو کمېسیون سیمهییز دفتر چارواکو، د نوملیکونو کتابونه یې له څو مرکزونو مرکزي دفتر ته لېږدولي دي.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړي دي.
مېلمانه:
د ولسي جرګې غړی، پاچا مجیدي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند،عبدالعزیز ابراهمي
د ځوانانو په چارو کې فعال، اسدالله مبارز