Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني او عبدالله د ټاکنیز نظام سمَوونو په برخه کې هوکړې ته سره ورسېدل

اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله د دوشنبې پر ورځ وویل چې په ټاکنیز نظام کې د سموونو د راوستو په موخه له ولسمشرغني سره هوکړې ته رسېدلی دی. عبدالله عبدالله په ټاکنیز نظام کې سموونې مهمې بولي او ټینګار کوي چې وروسته له دې به یې عملي کار پیل شي.

ښاغلی عبدالله زیاتوي:«که څه هم موږ په دې وروستیو ورځو کې د ټاکنیزو سموونو په اړه خبرې اترې درلودې، انشاءالله ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي.»

دا په داسې حال کې چې ولسمشر ۱۰ ورځي مخکې عدلیې وزارت ته سپارښتنه کړې وه تر څو ژر تر ژره د ټاکنو د قانون تعدیل توشیح شوی فرمان په رسمي جریده کې خپور کړي، خو د عدلیې وزارت ویاند وايي چې یاد فرمان لا هم دوی ته نه دی رسېدلی.

د یاد وزارت ویاند، امان ریاضت څرګندوي:«د ټاکنیز نظام د اصلاح فرمان د ولسمشر لخوا توشیح شوی دی؛ دا فرمان لا هم عدلیې وزارت ته نه دی رسېدلی؛ کله چې موږ ته ورسید نو په رسمي جریده کې به خپور شي او نافذ به شي.»

دوه ورځې مخکې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په خپله فسبوک‎‎پاڼه کې لیکلي وه، حکومت د ټاکنو کمیسیون ته دنده سپارلې چې د وګړو تناسب او د عمومي څانګي تامین او عادلانه استازیتوب ته په پام سره ټاکنیزې حوزې ځانګړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اساسي قانون د ۸۳ مادې له مخې دا حکم باید د ټاکنو په قانون کې ځای شوې وی. د اساسي قانون په ۸۳ مادې په پنځم بند کې راغلي:«ټاکنیزې حوزې او په هغې پورې نورې اړوندې مسلې د ټاکنو قانون له مخې ټاکل کېږي. د ټاکنو په قانون کې باید داسې تابیاوې غوره شي چې ټاکنیز نظام، د هېواد د ټولو وګړو لپاره عمومي او عادلانه استازیتوب وکړي او د هر ولایت د وګړو په تناسب په منځنۍ توګه لږ ترلږه دوې ښځینه استازې د ولسي جرګې غړیتوب ترلاسه کړي.»

د ټاکنیزو سموونو ځانګړې کمېسیون رئیس، شاه سلطان عاکفي څرګندوي:«لا هم دا جزئیات چې د ټاکنو قانون کې څه ویل شوي دي، روښانه نه دي. زه فکر کوم چې باید په تمه پاتې شو تر څو د ټاکنو کمېسیون نوې مشري په دې اړه څه کړنلاره لري.»

تمه کیږي چې د دغه قانون له نافذیدو وروسته به د ټاکنیزو کمیسیونونو د نویو کمشنرانو د غواروي کمیټه کار پيل کړي او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لپاره د نویو کمشنرانو له پېژندګلوي وروسته د ملي شورا د ټاکنو د ترسره کولو لپاره عملي کارونه پیل شي.

اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله د دوشنبې پر ورځ وویل چې په ټاکنیز نظام کې د سموونو د راوستو په موخه

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه