Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رباني:حکومت د فساد د ولو د وچولو لپاره یو لړ پروګرامونه په لاس کې لري

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني دا مني چې د فساد شتون د اصلاحاتو بهیر یې له ننګونې سره مخامخ کړی.

ښاغلي رباني چې په نیویارک کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو اړیکو په شورا کې خبرې کولې وویل چې د ملي یووالي حکومت اوس د فساد د ولو د وچولو لپاره جدي پروګرامونه په لاس کې لري.

ښاغلي رباني زیاته کړه:«ډېر ژر به د ملي یووالي حکومت خپل دوه کلنۍ ته ورسېږي. د دغه مودې په لړ کې ولسمشر غني او اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله سخت کار کړی ترڅو په سیاسي،اقتصادي او ټولنیزو سکتورونو کې د سمونو یو جامع پروګرام عملي کړي ترڅو د اداري فساد پر خطر بریالي شي.»

د رباني په وینا، د اصلاحاتو د بهیر د یوې برخې په توګه څه باندې ۶۰۰ قاضیان له خپلو دندو څخه تعییر او تبدیل او یا هم ګوښه کړل شوي او د فساد څو دوسیې تر څېړنې لاندې دي.

رباني وویل:«موږ د قاضیانو او وکیلانو د انتصاب بهیر د هغو کسانو پر ځای چې په فساد او غیر قانوني فعالیتونو کې دخیل وو،پيل کړی.په دغې هڅه کې څه باندې ۶۰۰ قاضیان د خپلو دندو څخه تغییر او تبدیل شوي او د فساد څو دوسیې تر څېړنې لاندې دي.»

هغه زیاته کړه:«لکه‎څرنګه چې موږ په ځلونو ویلي دي،چې تروریزم په افغانستان او نورو ځایونه کې نه شو ماتولای تر هغه مهاله چې د ښه او بد ترهګر ترمنځ توپیر دوام ولري او ترهغه مهاله چې د ترهګرو پټن ځایونه وي.»

هغه همدارنګه عمومي مالي چارو د مدیریت په اړه وویل:«موږ همدارنګه د عامه مالي چارو د مدیریت په اړه یو لړ ګټور اقدامات په لاس کې لرو.د روڼتیا نشتوالي او په تېرو کلونو کې دولتي تړونونو د اداري فساد ستونزه زیاته کړې او د دغه خطرناک بهیر د بدلون د اقدام په توګه د ملي یووالي حکومت د ملي تدارکاتو کمېسیون یې رامنځته کړی چې د ولسمشر او اجرائيه رئیس له خوا یې مشري کېږي.»

هغه په پای کې زیاته کړه:«د راتلونکو ټاکنو د اعتبار او روڼتیا د ډاډ په منظور موږ او ملي یووالي حکومت د ټاکنو د قانون د اصلاح په اړه پاملرنه کړې ده.»

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني دا مني چې د فساد شتون د اصلاحاتو بهیر یې له ننګونې سره

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه