Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکومت له خوا د ښې حکومتوالۍ له نه پلي کېدو نیوکې

ډېری سیاسي کارپوهان، د مدني ټولنې فعالان او هېوادوالو د ښې حکومتوالۍ د نه راوستو له امله سختې نیوکې کوي.

دغه هېواد وال په دې باور دي چې د ملي یووالي حکومت په تېرو دوو کلونو کې د ښې حکومتوالۍ په رامنځته کولو کې هېڅ کار هم نه دی کړی او په دې برخه کې د بروکسل غونډې ته به تش لاسونه ولاړشي.

خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې حکومت د امنیت، کار او د خلکو د ژوندانه په ښه کولو، د هېواد د اقتصادي وضعیت او له فساد سره د مبارزې په برخو کې چې د خلکو لومړنۍ غوښتنې دي ناکام وه او په دې برخو کې بریاوې نه‎لري چې د بروکسل په غونډه کې کې نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.

د مدني ټولنې فعالې محبوبه سراج وايي:«فساد د ټول هېواد سیستم تر دې بریده خراب کړی او زموږ عقیده یې د ملي یووالي حکومت د کارونو لپاره چې کولای شي موږ ته یې ترسره کړي او دولت ته زموږ اعتبار چې اعتماد نه لرو.هغه مالیه چې موږ ورکوو ایا دا شخصي جېب ته ځي یا د دولت خزانې ته؟»

د ناامنۍ او وزګارۍ زیاتوالي او د هېواد نامالوم راتلونکي د ملي یووالي حکومت کارندوالی له منفي قضاوتونو سره مخامخ کړی دی.

کارپوهان د ملي یووالي حکومت له مشرانو غواړي که‎چېرې د هېواد ستونزې هوارې نه‎شي باید یو لنډمهاله حکومت جوړ شي.

د ملي نهضت ګوند رئیس سید اسحاق ګېلاني وايي:«جګړو زور اخیستی.سمه اداره یې نه شوی کولای،وې نه شوای کړای چې فساد له منځه یوسي او په دې برخه کې بروکسل ته د ویلو لپاره څخه نه لري او د افغانستان د خلکو ځواب پاتېږي چې هغوی به خلکو ته څه ډول قناعت ورکوونکې خبرې ووايي چې سورۍ کښتۍ څنګه ساحل ته رسوي.»

خو ملي یووالی حکومت د ښې حکومتوالۍ رامنځته کېدل له خپلو مهمو ژمنو څخه بولي او وايي چې په دغې غونډه کې به وتوانېږي چې د نړیوالۍ ټولنې مرستې ترلاسه کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي څرګنده کړه:«په تېرو کې د دولتي ادارو له ونډې څخه څرګند تعرف شتون نه درلود؛خو اوس ټولې ادارې مو د سکتوري شوراګانو په چوکاټ کې همغږي کړي او د خلکو په غوښتنه پروګرامونه عملي کوي او ورځ په ورځ د ځواب وییلو په لور پر مخ ځي.»

د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه داسې وايي:«موږ د اصلاحاتو د راوستو په برخه کې ډېر کا کړی. ډک لاس لرو او لاسته راوړنې هلته«د بروکسل په غونډه کې»به وړاندې کړو.»

د بروکسل ناسته به کابو دوې اوونۍ وروسته د بلجیم په پلازمېني بروکسل کې جوړه شي او افغان حکومت هڅه کوي تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې وغځوي.

ډېری سیاسي کارپوهان، د مدني ټولنې فعالان او هېوادوالو د ښې حکومتوالۍ د نه راوستو له امله سختې نیوک

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه