Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اردوغان: سعودي عربستان د خاشقجي د وژنې امر کړی

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان حکومت د عربستاني خبریال، جمال خاشقجي د وژنې عامل بولي.

اردوغان وايي د جمال خاشقجي د وژنې امر د سعودي عربستان په حکومت کې په لوړه کچه کې ورکړل شوی دی.

جمال خاشقجي د سعودي عربستان پر حکومت د نیوکه کوونکي خبریال وو.

ترکیه وايي جمال خاشقجي د سعودي عربستان د حکومت په امر وژل شوی دی، خو دا امر په خپله د عربستان پادشاه، سلمان نه دی کړی.

د ترکیې ولسمشر همداراز ویلي دي:«زه یوه شېبه هم دا فکر نه شم کولی چې ملک سلمان، د حرمینو شرفینو خادم خاشقجي ته د زیان رسوَلو امر کړی وي.»

 په همدې حال کې د ترکیې حاکم ګوند یوه چارواکي ویلي دي چې وروسته له وژنې پر جمال خاشقجي تېزاب شیندل شوي او مړی یې له منځه وړل شوی دی.

همداراز مخکې له دې سعودي عربستان ویلي وو چې شاهي کورنۍ د خاشقجي د وژنې په اړه هېڅ مالومات نلري.

سره له دې د ترکیې ولسمشر واشنګټن پست کې په خپله خپره شوې مقاله کې ویلي دي چې د سعودي عربستان پادشاه د خاشقجي په وژنه کې هېڅ ونډه نلري.

ده لیکلي دي:«غواړم د ترکیې او سعودي عربستان پر دوستانه اړیکو ټينګار وکړم.»

په همدې حال کې د ترکیې حاکم ګوند یوه چارواکي ویلي دي چې وروسته له وژنې پر جمال خاشقجي تېزاب شیندل شوي او مړی یې له منځه وړل شوی دی

شریک یي کړئ