Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اردوغان: پر ایران د امریکا بندیزونو ته ژمن نه یو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي له ایران سره به خپلې اقتصادي اړیکي فعالې وساتې او دامریکا د بندیزونو پروا نه کوي. 

هغه پرون سه شنبه (د لړم پنځلسمه) ستانبول کې خبریالانو ته وویل، امریکا په دې یو اړخیزو بندیزونو د نړۍ توازن ته ګواښ پېښوي. 

امریکا له ایران سره د اټومي تړون له لغوې شپږ میاشتې وروسته پر ایران دویمي بندیزونه ولګول، چې پکې بیمه خدمتونه، د نفتو پلور او بانکي راکړه ورکړه شامله وه. 

رجب طیب اردوغان وویل: «دا ډول اقدامات د نړۍ توازن ګواښمنوي، موږ نه غواړو په یوه امپریالیستي نړۍ کې واوسو، دا مسائل به راتلونکې اوونۍ پاریس کې د خبرو پر مېز کېښودل شي.»

هغه وویل له ایران به میلیاردونه متره مکعبه ګاز واخلي او په وینا يې د امریکا بندیزونو ته ژمن نه دی: «موږ به هیڅکله دې بندیزونو ته ژمن نه شو، موږ لس میلیارده مترمکعبه ګازر اخلو، خپل خلک په یخه هوا کې نه شو ساتلی.»

تر دې وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو هم پر ایران د امریکا بندیزونه بې پایلې یاد کړل. 

هغه زیاته کړې وه: «زه فکر نه کوم چې دا بندیزونه دې کومه پایله ولري، زما په نظر خبرې اترې منطقي لار ده او تر بندیزونو ګټوره چاره ده.»

ترکیه یو له هغو اتو هېوادونو څخه دی چې له ایران څخه د بندیزونو په اوږدو کې هم راکړه ورکړه وکولی شي.
 
شریک یي کړئ