Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اروپايي هېوادونو ته د ولادیمیرپوتین ګواښ

د روسيې ولسمشر ولادیمیرپوتین پر اروپايي هېوادونو د بریدونو ګواښ کړی. 

هغه وايي که اروپايي هېوادونو د امریکا متحده ایالتونو ته پخپلو خاورو کې هستوي توغندیو ته ځای ورکړي، نو په لوی لاس به د روسيې بریدونو ته ځانونه برابر کړي. 

ولادیمیرپوتین د ایټالیا له لومړي وزیر سره له لیدنې وروسته د متحده  ایالتونو پر هغه تصمیم نیوکه وکړه، چې غواړي د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د منعې له تړونه ووځي. 

پوتین د امریکا دا اقدام د خطرناکو تسلیحاتي سیالیو پیل بولي. 

هغه زیاتوي چې د روسيې ځواب به اغېزمن او چټک وي: «که امریکا متحده ایالات په اروپا کې خپل توغندي ځای پر ځای کړي، په طبعي توګه باید ځواب ورکړو، اروپايي هېوادونه چې له دې توغندیو سره موافقت ښيي، خپلې خاورې زموږ احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو ته برابروي.»

په ورته وخت کې د ایټالیا لومړی وزیر وايي امریکا متحده ایالات او روسیه باید د خبرو له لارې ستونزې هوارې کړي. 

جوزپه کونته، وايي: «د اوکراین کړکېچ یو ډول ماتېدنه رامنځته کړې او د خبرو اترو هغه لار چې ۲۵کاله جوړه وه تړل شوې، دې کار ته باید اجازه ورنه کړو، باید پر دې سختیو بریالي شو.»

وروسته له هغه چې امریکا د منځني واټن ویشتونکو هستوي توغندیو د منعې له تړونه د وتلو هوډ کړی، د واشنګټن او مسکو تر منځ اړیکي خړ پړ شوي. 

واشنګټن دعوه کړې چې روسيې دغه تړون څو ځلې مات کړی، خو روسي چارواکي دا دعوه بې بنسټه بولي.
 
د روسيې ولسمشر ولادیمیرپوتین وايي که اروپايي هېوادونو د امریکا متحده ایالتونو ته پخپلو خاورو کې هستوي توغندیو ته ځای ورکړي، نو په لوی لاس به د روسيې بریدونو ته ځانونه برابر کړي. 

شریک یي کړئ