Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اروپايي هېوادونو پر ایران د نویو بندیزونو غوښتنه کوي

د فرانسې، آلمان، او برېټانیا په ګډون ځواکمن اروپايي هېوادونو پر ایران د نویو بندیزونو وړندیز کړی دی، تر څو امریکا متحده ایالاتونه له ایران سره د لویدیځ پر هستوي هوکړې ولاړ ووسي.

دا هېوادونه همداراز غواړي چې د ایران توغندیز او په سوریه کې یې فعالیتونه تحریم شي.

د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت یوه سلاکار په دې خبرو اترو کې ګډون کړی دی او دی وايي چې واشنګټن له اروپايي ټولنې سره د دې هوکړې لاسلیک ته چمتو دی.

برایان هوک څرګندوي:«د ایران هستوي هوکړه یوازې د دې هېواد هستوي پرواګرام په اړه ده او د ایران ټول ګواښونه په منځ‎پانګه کې نلري. هغه بدلون چې له اروپآيي سره یې په هوکړه کې راشي باید د ایران لیري واټن ویشتونکي توغندیز پروګران هم په کې شامل وي.»

دا امریکايي چارواکی وايي چې د ولسمشر ټرمپ په د سپارښتنه تر راتلونکي څو میاشتو به له اروپا سره هوکړه وشي.

دی زیاتوي:«موږ پر ډېرو مسایلو هوکړې ته رسېدلي یوو او غواړو چې د اختلافونو په اړه خبرې اترې وکړ. ولسمشر سپارښتنه کړې ده چې تر راتلونکو ۱۲ میاشتو له اروپایانو سره هوکړې ته ورسېږو.»

دا په داسې حال کې ده چې خپل توغندیز پروګرام د هستوي هوکړې کې ځایول سم نه بولي.

دې هېواد تل ویلي دي چې له لویدیځ سره به د هستوي هوکړې په اړه بیا خبرې اترې ونه کړي.

اروپايي هېوادونو او امریکا متحده ایالاتونو په دې اړه د اتریش پلازمېنې ویانا کې خبرې اترې پیل کړې دي

شریک یي کړئ