Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا: نړۍ دې د ایران د خلکو له غوښتنو ملاتړ وکړي

د امریکا متحده ایالات له نړیوالو غواړوي چې د ایران له خلکو او د هغوی له غوښتنو څخه ملاتړ وکړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وايي د اولیه حقونو لپاره د ایران د خلکو او همدارنګه په ایران کې د فساد د پای ته رسولو لپاره ملاتړ وشي.

دا په داسې حال کې دی چې د ایران څو ستر ښارونه د اقتصادي وضعیت په اړه د لاریونونو شاهدان وو.

په ځینو ښارونو کې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‎يي پر ضد هم شعارونه ورکول. خلکو د سوریې او لبنان څخه د ایران د ملاتړ پر ضد هم شعارونه ورکول.

له دې سره په ورته وخت کې، د تهراد د والي مرستیال محسن همداني ویلي دي چې په تهران کې د هېڅ ټولګې د ترسره کولو لپاره جواز صادر شوی نه دی.

د ایرنا د خبري اژانس پر حواله، ښاعلي همداني ویلي دي:« د داشان غونډو د ترسره کېدو په صورت کې د انتظامي ځواکونو له خوا به له هغوی سره پرېکنده چلند وشي.»

د ایران امنیتي ځواکونه، د دغو اعتراضونو په لړ کې، څو لاریون کوونکي بندیان کړي هم دي.

د امریکا متحده ایالات د لاریون کوونکو نیول غندي او د هغوی د ازادۍ غوښتونکي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وايي د اولیه حقونو لپاره د ایران د خلکو او همدارنګه په ایران کې د فساد د پای ته رسولو لپاره ملاتړ وشي. دا په داسې حال کې دی چې د ایران څو ستر ښارونه د اقتصادي وضعیت په اړه د لاریونونو شاهدان وو.

شریک یي کړئ